لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د رسولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او مخابراتي شرکتونو تر منځ د ۳۶۵ میلیونو افغانیو په ارزښت تړون لاسلیک شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۱:۱۲
وزارت مخابرات

د یوې ناستې په ترڅ کې چې د ریاست الوزراء عالي مقام اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم مولوي صاحب نجیب الله حقاني هم حضور درلود د خصوصي مخابراتي شرکتونو سره د ۳۶۵میلیونو افغانیو په ارزښت هغو سیمو لپاره چې د مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې دي د مخابراتي خدمتونو د رسولو تړون لاسلیک شو.

امضا قرارداد وزارت مخابرات با شبکه های بیسیم

دغې ناسته کې د ریاست الوزراء عالي مقام اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر د یادو تړونونو د لاسلیک کېدو پر مهال وویل،د افغانستان اسلامي امارت د ملت خدمت د ځان مسؤلیت ګڼي او په ټول توان هڅه کوي چې هېوادوالو ته د ژوند د نورو برخو ترڅنګ، په ښه او لوړ کیفیت مخابراتي خدمتونه هم وړاندې کړي. 

عقد قرارداد وزارت مخابرات با شبکه های بیسیم

محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښې اسانتیاوې رامنځ ته کړي او د ټولو هغو ملي سوداګرو او پانګوالو له هڅو قدردانی کوي چې د هېواد د اقتصادي ودې په موخه پانګونه کوي. 
‏د دغو قراردادونو له مخې افغان بیسیم او ام‌ټي‌ان مخابراتي شرکتونه د کندهار، نورستان، بدخشان، ارزګان، زابل، کونړ، ننګرهار او کابل ولایتونو کې د ۳۳ سایټونو د جوړېدو له لارې په هغو لرې پرتو سیمو کې چې خلک مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري؛ مخابراتي خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

کونړ ولایت چپې درې ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍوزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۱۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د فعالیتونو د څرنګوالي څخه څارنه وشوه

د څارنې په ترڅ کې د مخابراتي شرکتونو د خدمتونو په وړاندې کولو کې شته نیمګړتیاوې په نښه...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۵
Background image

پروان ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د استازولیو له فعالیتونو څخه څارنه ترسره شؤه

د څارنې په ترڅ کې د مخابراتي شرکتونو مسئولینو ته لارښوونه وشوه چې د سیمکارتونو د پلور، ثبت او راجسټریشن پرمهال...

بېرته خبرونه ته