د افغانستان د ملي ډومین د ثبت اهمیت
۱- ملي او محلي هویت:
د دات ای اف د ډومین درلودل د افغانستان د ملي هویت استازیتوب کوي او ستاسو ویب پاڼې سره مرسته کوي چې د افغانستان د ننه او بهر د ملي سوداګرۍ یا ادارې په توګه وپیژندل شي.
۲- امنیت او څارنه:
د .af ډومین ثبتول د AfgNic عمومي مدیریت او د هغې د داخلي او بهرنیو استازو لخوا ترسره کیږي، او د AfgNic مدیریت ټول .af ډومینونه له نږدې څاري، چې دغه څارنه امنیتي خطرونه کموي.
۳- د افغانستان د ملي ډومینونو د قواعدو او پالیسۍ مراعتول:
د .af ډومین کارول په دې معنی دی چې تاسو د افغانستان د ډومین خدماتو د حمایت څخه برخمن کیږئ، او د هر ډول حقوقي او قانوني ستونزو په مخنیوي کې به د افغانستان اسلامي امارت په ټول توان د احکامو او مقرراتو په پام کې نیولو سره ستاسې د سوداګرۍ ملاتړ کوي.
د ۲۰ یا ۲۵ ډالرو کلني فیس په ورکولو سره د خپل شرکت په نوم ډومین او رسمي بریښنالیکونه جوړ کړئ او د ملي او نړیوال اعتبار څخه برخمن شئ.