ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست او د تخنیکی او مسلکی انستیتوت تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

naweed_admin
Mon, Apr 08 2024 3:15 PM
امضای تفاهم‌ نامه

ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د یاد ولایت د تخنیکی او مسلکی انستیتوت تر منځ د محصلینو د عملي زده کړو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کولو، د همکارۍ د فرهنګ د ودې، زده کوونکو ته د علمي او تخصصي تجربو د لېږد او د دواړو خواوو له اسانتیاوو او ظرفیتونو څخه د استفادې په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست یاد هوکړه لیک د محصلینو د وړتیاوو لوړولو لپاره ګټور وباله او د یاد ولایت د تخنیکی او مسلکی انستیتوت له ادارې سره یې د خپلې څانګې د همکارۍ او د ملاتړ ډاډ ورکړ.