د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کارکوونکو لپاره د کار قانون تر سرلیک لاندې درې ورځنی سیمینار پای ته ورسید

naweed_admin
Sat, Feb 17 2024 2:48 PM
سیمینار وزارت مخابرات

په دې درې ورځنی سیمینار کې چې د دولتي کارمندانو د کاري او اداري ظرفیت لوړولو په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري جوړ شوی و د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت بېلابېلو ریاستونو ۳۵ تنو کارمندانو ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت کارپوهانو له خوا د عمومي حکمونو، استخدام او د کار قرارداد، د کار وخت، د استراحت او رخصتۍ حق، معاش، د کارکوونکو مسلکي روزنې او د مهارتونو پراختیا، د کار معیارونو او لارښوونو، کاري ډسپلین، مالي مسؤلیتونو، د کار د روغتیايي او خوندیتوب شرایط، د ښځو او ځوانانو کار، د کار له امله رامنځته شويو شخړو او ټولنیزو تامیناتو په برخو کې معلومات ورکړل شول.

د یادونې وړ ده چې د دغه ښوونيز سيمينار په پای کې ګډونوالو ته تصدیق لیکونه ورکړل شول.

 دسیمینار ګډنوالو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او کار او ټولنيزو چارو وزارتونو له دې اقدام څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه چې په نورو مسلکي برخو کې هم ورته سيمينارونه په لاره واچول شي.