د کندهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو ترمنځ غونډه وشوه

naweed_admin
Tue, Jan 30 2024 12:36 PM
طرزالعمل

د کندهار ولایت مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ رهبري د آترا ادارې او  مخابراتي شرکتونو د مسؤلينو سره د یوې غونډې په ترڅ وکتل.
 پدې غونډې کې  د مخابراتي سیمکارتونو د بیاځلي ثبت پر نوي مېکانیزم خبري اتري وشوې او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجي پر نوې کړنلاره رڼا واچول شوه.
همداراز  د سیمکارټونو د ثبت پروسې په جریان کې ولس ته د اسانتیا په برابرولو لازمې لار ښووني وشوې او ټینګار وشو ټول مخابراتي شرکتونه باید د مخابراتو وزارت آترا ادارې کړنلارې مطابق عمل و کړي. 
د یادونې وړ ده چې د ټولو مخابراتي شرکتونو استازو د سیمکارتونو د ثبت او ویش په برخه کې د آترا ادارې د کړنلارې د پوره تطبیق ژمنه وکړه.