د معلوماتي تکنالوجۍ د امنیتي تجهیزاتو چمتو کولو او د معلوماتو ملي مرکز د آپګریډ کولو پروژې د داوطلبۍ اعلان
Publish Date
Closing Date
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د معلوماتي تکنالوجۍ امنیتي تجهیزاتو چمتو کولو او د معلوماتو ملي مرکز د آپګریډ کولو داوطلبۍ بهیر کې (د داوطلبۍ شمیره NPD/MCIT/1402/NCB/G-04) ګډون وکړي. او د شرطپاڼې کاپي د مخابراتو او معلوماتي تکنلوجۍ وزارت https://mcit.gov.af/dr/all-tenders او یا هم د چارو ادارې لوی ریاست له https://aop.gov.af/dr/access_to_information/administrative ویب سایټ څخه ترلاسه کړي.
نوماندان دې خپل (وړاندیزونه) آفرونه د شرطپاڼې مطابق او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم د اعلان د خپریدو له نیټې څخه د ۱۴۰۲ کال د وږي د ۲۸ نیټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ملي تدارکاتو ریاست د آفرګشایی د تسهیلاتو آمریت سکرتریت ته چې د افغا نستان اسلامي امارت د چارو عمومي ادارې مرمرین فصر تر څنګ ، د پښتونستان واټ، کابل-افغانستان کې موقعیت لري وسپاري.
ناوخته او آنلاین آفرونه د منلو وړ ندي
هغه داوطلبان چې شرطپاڼه ترلاسه کوي، په شرطپاڼه کې د احتمالي تعدیل په اړه په وخت سره د معلوماتو ترلاسه کولو په منظور د خپل شرکت په اړه معلومات planningnpa@gmail.com بریښنالیک ته واستوي او د اړتیا په صورت کې ۰۲۰۲۱۴۳۲۷۴ شمیرې سره اړیکه ونیسي.
داوطلبان باید د آفر تضمین، د بانکي تضمین په بڼه یو ملیون او څلور سوه زره (۱۴۰۰۰۰۰) افغانیو په اندازه د آفرګشایۍ د ناستې د شرطپاڼې مطابق وړاندې کړي.
د داوطلبۍ څخه مخکې غونډه د سنبلې په ۱۸مه د سهار په ۱۰ بجو او د آفرګشایی غونډه د ۱۴۰۲ کال د سنبلې په ۲۸ نېټه سهار په ۱۰:۰۰ بجو د د افغانستان اسلامي امارت د چارو عمومي ریاست قصر مرمرین ته څېرمه د ملي تدارکاتو ریاست پامیر سالون کې تر سره کیږي.
سندونه:
د امنیتي تجهیزاتو چمتو کولو او د معلوماتو ملي مرکز د آپګریډ کولو پروژې شرطپاڼه لینک
په درنښت