د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه او د قرغزستان د سیمه اییزې پراختیا وجهي صندوق شرکت ترمنځ ګډه ناسته وشوه

naweed_admin
Tue, May 10 2022 10:54 AM
وزارت مخابرات

پیل کې د مخابراتو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي نجیب الله حقاني میلمنو ته ښه راغلاست وویل او افغانستان کې د پانګونې په خاطر یې ترې مننه وکړه او په دې برخه کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

یاده ناسته کې دواړو لوریو افغانستان کې د انټرنیټ پر کیفیت او په ارزانه بیه یې پر ترلاسه کولو خبرې وکړې، همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست وزیر څرګنده کړه چې د هېوادونو تر منځ اقتصادي راکړه ورکړه د بین الدول ګټې خوندي کوي او هر هېواد کولی شي په سالم ډول ګټه تر لاسه کړي.

دغه راز د انټرنیټ د ټرانزیټ په برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت معین احمد مسعود لطیف‌رای وویل، د افغانستان جغرافیوي موقعیت کولی شي یو ښه سیمه ییز انټرنټي ټرانزیټ رامنځته او سیمه ییز اتصال ته به لار هواره کړي.

د قرغزستان د سیمه ییزې پراختیا د وجهي صندوق شرکت رئیس عظمت منبیکوف هم ډاډ وښود چې دوی کولی شي د انټرنټ تر څنګ په نورو برخو کې هم پانګونه وکړي.

عظمت منبیکوف
د قرغزستان د سیمه ییزې پراختیا د وجهي صندوق شرکت رئیس عظمت منبیکوف (وسط)

دغه ناسته کې د افغان ټلیکام مرستیال شهزاده حسین عزیزي هم ګډون کړی و.

پای کې د افغان ټلیکام دولتي شرکت ته دنده وسپارل شوه چې له راغلي پلاوي سره بشپړه همکاري او د کارونو د چټکتیا په برخه کې ورته آسانتیاوې برابرې کړي.