د Girls In ICT نړېوالې ورځې د نمانځنې غونډه کې ګډون

Author image
Alireza Khaliqyar
Tue, Apr 23 2019 1:29 PM
اشتراک در محفل تجلیل از روز جهانی Girls In ICT

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د اترا ادارې په نوښت د Girls In ICT نړېوالې ورځې د نمانځنې په غونډه کې ګډون کړ.

محترم آريوبي د خپلو خبرو په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور کې د ښځو پر ونډه ټينګار کوړ او زیاته يې کړه چې مېرمنې د بېلابېلو دولتي او خصوصي نهادونو رهبري کوي او ډېرې وړتياوې لري چې کولای شو د افغانستان نجونو روباټيک ټیم يادونه وکړو چې د نړۍ په کچه يې خپل نوښتونه خلکو ته وښودل.

د Girls In ICT نړېواله ورځ هر کال په ۱۷۱ هېوادونو کې نمانځل کېږي او موخه يې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور کې د مېرمنو تشویق او ملاتړ دی.

ښاغلي شهزاد آريوبي زیاته کړه له نېکه مرغه په دغه سکټور کې د ښځو ونډې د زیاتېدا لپاره ځانګړي پروګرامونه په نظر کې لرو چې د موخې د تر لاسه کولو لپاره مو د مېرمنو لپاره د زده کړې ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي او د خوندي معلوماتي فضا د جوړولو لپاره کار کوو