اقتصاد وزارت کې د اسنادو او اداري مکتوبونو د مدیریت نظام (DLMS) د تطبیق لړۍ پیل شوه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د هېواد په کچه د مکتوبونو او رسمي اسنادو د ډیجیټلي مدیریتي نظام د تطبیق په لړ کې، د اقتصاد وزارت کې هم د یاد نظام (DLMS) د تطبیق لړۍ پیل شوه.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه چې د کلام الله مجید په مبارکو آیتونو پیل شوه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري په خپلو خبرو کې د اقتصاد وزارت د اسنادو او اداري مکتوبونو د مدیریت نظام (DLMS) فعالېدل د اداري اصلاحاتو او ډیجیټل حکومتولۍ په برخه کې یو مهم ګام یاد کړ، چې له مخې به یې د اسنادو ثبت، راجع کول، تعقیب او ساتنه په منظم ډول ترسره شي.
د نوموړي په خبره د دغه نظام په پلي کېدو سره به اداري چارې چټکې، روڼتیا او حساب ورکونه به پیاوړې، د وخت او مالي سرچینو سپما او د ریاستونو ترمنځ همغږي به هم زیاته شي ښاغلي معین صاحب د خپلو خبرو په دوام ډاډ څرګند کړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د دغه نظام د تخنیکي ملاتړ، د کارکوونکو د روزنې او د دوامدارې ساتنې په برخه کې ژمنتیا لري او هر راز همکارۍ ته ژمن دی.
نوموړي ټینګار وکړ چې د(DLMS) نظام بریالیتوب د مشرتابه پر ملاتړ، د کارکوونکو پر فعالې ونډې، د کړنلارو پر مراعات او د رسمي اسنادو د محرمیت او خوندیتوب پر ساتلو پورې تړلی دی.
ورته مهال د اقتصاد وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج مولوي محمد عالم جمیل له لوري د هر راز همکارۍ او د نظام د ښه تطبیق ډاډ څرګند کړ او تر څنګ یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له مشرتابه څخه یې د یاد نظام د پلي کولو او تخنیکي ملاتړ په برخو کې د همکارۍ له امله مننه وکړه.
ښاغلي معین صاحب دا یو ستر فرصت او د مثبت تغیر لپاره یې یو اغیزناک ګام وباله چې په اساس به یې د هېواد په کچه د دولتي اسنادو مدیریت آسانه او کارونه به ورسره خورا چټک او آغیزمن شي.
همدا راز، د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست رئیس، ښاغلي استاد عبدالرحمن صافي، د اسنادو او اداري مکتوبونو د مدیریت نظام د تخنیکي ځانګړتیاوو، موخو، ګټو او د کارونې د څرنګوالي په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل. نوموړي د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې د اقتصادي سکټور پر ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې د اقتصادي فعالیتونو اغېزمن مدیریت، د ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د معلوماتو پر وخت تبادله او د اداري بهیرونو چټکتیا د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم عوامل دي. هغه همدارنګه د اداري چارو ډیجیټلي کول د وخت او سرچینو د سپما، د روڼتیا د پیاوړتیا او د کاري بهیرونو د معیاري کولو لپاره مهم وبلل او د یاد نظام د سمې او دوامدارې کارونې پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
له اختتامیې دعا وړاندې د اقتصاد وزارت کارکوونکو ته له نظام څخه په اغیزمن ډول د استفادې په موخه د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست د ساده سازۍ او پراختیا ریاست د رییس ښاغلي استاد سید نجم الدین سادات له لوري عملي تشرېح هم وړاندې شوه.
د یادونې وړ ده چې د اسنادو او اداري مکتوبونو د مدیریت نظام (DLMS) د اسلامي امارت د اقتصادي کمیسیون د منظورۍ له مخې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د امارتي ادارو د اداري چارو د ډیجیټلي کولو، د کاغذي مکاتباتو د کمولو، د اسنادو د منظم ثبت او تعقیب، د اداري بهیرونو د چټکتیا او روڼتیا د پیاوړتیا په موخه پلي کېږي. دغه نظام د امارتي ادارو ترمنځ د رسمي مکاتباتو د تبادلې او مدیریت بهیر معیاري او منظموي.
