د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اټرا ادارې کارکوونکو د هېواد ختیځو ولایتونو زلزله ځپلو سره نقدي مرسته وکړه

د هېواد ختیځې برخه کې د وروستۍ زلزلې له امله چې ګڼ شمېر هېوادوال پکې شهیدان، ټپیان او مېنې یې ړنګې شوې د افغانستان اسلامي امارت موظفو برخو سربیره ګڼو هېوادوالو د مرستو رسولو په برخه کې خپله همدردي ثابته کړه او د خوراک، پوښاک او د اوسېدو ځای لپاره په عاجل ډول اقدامات وشول.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اټرا ادارې کارکوونکو هم له خپلو هېوادوالو سره د غمشریکۍ او مرستې په موخه څه باندې ۷نیم لکه افغانۍ مرسته راټوله کړه چې د افغانستان اسلامي امارت مرسته رسوونکو ارګانونو په اساس به وویشل شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اټرا ادارې رهبرۍ د هېواد ختیځ او په خاص ډول کونړ ولایت کې د بې شمېره تلفاتو او د زلزلې د ټکنانونو له امله له سختې ویجاړۍ وروسته د مرستو غږ وکړ چې د وزارت او اټرا ادارې کارکوونکو هم له خپلو هېوادوالو سره د اسلامي او انساني همدردۍ له مخې مرسته ترسره کړه .
د یادونې وړ ده د هېواد په ټولو ولایتونو کې هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاستونو له لوري ختیځو ولایتونو کې زلزله ځپلو سره نغدي مرسته ترسره شوې ده.