ارزګان ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د فعالیتونو د څرنګوالي څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Tue, Jul 29 2025 3:54 PM
ولایت ارزگان افغانستان

د ارزګان ولایت د مخابراتو ریاست ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت په یو شمیر سیمو کې د مخابراتي شرکتونو د پنځو مخابراتی سایټونو له وضعیت، تجهیزاتو، ارتباطي ثبات او خدمتونو وړاندې کولو څخه څارنه ترسره شوه.

د څارنې  په ترڅ کې د اټوما مخابراتي شرکت د ښه خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د یادو شرکتونو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.

د یادونې وړ ده چې ارزګان ولایت کې د مخابراتي شرکتونو مسوولینو ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې د کړنلارې مطابق مخابراتي چوپړ وړاندې کوي او له مخې یې خپلې چارې تر سره کوي.