د پروان ولایت پست خونه د نوري فایبر له لارې انټرنټ سره وصل شو

naweed_admin
Tue, Dec 22 2020 3:28 PM
پسته خانه

له انټرنټ سره د پست خونو نښلولو د هڅو په تعقیب د پروان ولایت پست خونه په عملي ډول د نوري فایبر له لارې انټرنټ سره نښلول شوی دی.

تمه کیږي چې د نوي ټکنالوجۍ په کارولو سره به د دې پست خونې ورځني چارو په ترسره کولو کې اړینې اسانتیاوې رامنځته شي.