خوست کې د اتصالات مخابراتي شرکت د دو سایټونو د جوړولو چارې پیل شوې
د خوست ولایت د باک ولسوالۍ په توطاق سیمه کې د اتصالات مخابراتي شرکت د یوه نوي سایټ د جوړولو عملي چارې پیل شوې او ورسره هممهاله د تڼيو ولسوالۍ په آد محمد تفریحي سیمه کې د یوه بل سایټ ساحوي سروې هم ترسره شوه.
د یادو سایټونو په جوړېدو او فعالېدو سره به په دواړو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو پوښښ پراخ او کیفیت به یې ښه شي، چې ورسره به د سیمې د اوسېدونکو مخابراتي ستونزې تر یوه بریده حل شي.
د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وايي، د یادو سایټونو د جوړولو او فعالولو چارې له نږدې څاري، څو د سیمې اوسېدونکو ته د معیاري او باکیفیته مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره شي.
