بلخ کې د اتصالات مخابراتي شرکت دوه سایټونه فعاله شول
د مخابراتي خدمتونو د پراختیا صندوق (ټې ډې اف) له بودیجې څخه، د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ په کمپیرک کلي او د چاهي ولسوالۍ په تاغن اریغ کلي کې د اتصالات مخابراتي شرکت دوه سایټونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د یادو سایټونو په فعالېدو سره به د سیمو اوسېدونکي مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته ښه لاسرسی ومومي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تل هڅه کوي، چې د مخابراتې زیربناوو د پراختیا له لارې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو پوښښ پراخ او هېوادوالو ته د معیاري خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره کړي.
