د دایکندي ولایت مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ ریاست د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز څخه ۳۵ تنه زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

naweed_admin
Thu, Oct 08 2026 10:48 AM
ریاست مخابرات ولایت دایکندی

د دایکندي ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او انټرنیټ) په برخه کې، د زده کړې څلورمې دورې څخه له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۳۵ تنو زده کوونکو ته بري ليکونه وويشل شول.

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د مخابراتو رئیس ښاغلي مولوی محمد نبی حنفی ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو پرمهال فارغینو ته مبارکي وویله.

نوموړي د ډیجیټل مهارتونو او نویو ټکنالوژیو د زده کړې پر اهمیت ټینګار وکړ او ځوانان یې وهڅول چې خپلې زده کړي ځان او ټولنې په خدمت کې وکاروي.

ګډونوالو هم د علم، زده ‌کړې او مسلکي مهارتونو پر ارزښت ټینګار وکړ او دا ډول پروګرامونه یې د ځوان نسل د فکري ودې، ځان‌بسیاینې او سالم راتلونکي لپاره مهم وبلل.