بغلان ولایت خنجان او ده صلاح ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې دوه سایټونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

naweed_admin
Wed, Oct 07 2026 2:22 PM
خنجان ولایت بغلان

د بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو د مخابراتي خدمتونو د پراختیا او پیاوړتیا په منظور د یاد ولایت خنجان او ده صلاح ولسوالیو کې د افغان ټلی‌کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې دوه سایټونه د مراسمو په ترڅ کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د دغو سایټونو له فعالېدو سره د سیمې اوسېدونکو ته د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره شي، او د مخابراتي پوښښ په پراختیا او د سیمې د اوسېدونکو د لاسرسي په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي.