پکتیا ولایت کې د اټوما مخابراتي شرکت دوه نوي مخابراتي آنټنونه فعال شول

naweed_admin
Tue, Oct 06 2026 3:09 PM
ریاست مخابرات پکتیا

د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز او روحاني بابا ولسوالۍ کې د مخابراتي پوښښ د پراختیا او هېوادوالو ته د باکیفیته مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د اټوما مخابراتي شرکت دوه نوي مخابراتي ټاورونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

یاد مخابراتي آنټنونه د روحاني بابا ولسوالۍ د چینو کلي او د ګردېز ښار د پوهنتون مېنې په سیمو کې جوړ شوي، چې له فعالېدو سره به یې په یادو سیمو کې مخابراتي پوښښ پراخ او مخابراتي خدمتونو ته به د خلکو لاسرسی آسانه شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هڅه کوي چې په بېلابېلو سیمو کې د مخابراتي شبکو پوښښ پراخ، د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو کیفیت لوړ او هېوادوالو ته د معیاري، باکیفیته او دوامدارو خدمتونو د لاسرسي زمینه برابره کړي.