کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه
د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې لپاره د زدهکوونکو د جذب په موخه د شمولیت ازموینه واخیستل شوه.
په دې ازموینه کې ۸۶ تنو نوماندانو ګډون کړی و چې له ډلې څخه به یې هغه نوماندان چې په ازموینه کې بریالي شی، د مرکز د ښوونیز ظرفیت او اړوندو اصولو او مقرراتو له مخې به د دیجیټلي ښوونیز مرکز ۳۷مې دورې ته جذب او شامل شي.
د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او انټرنیټ) عملي او نظري زده کړې تدریس شي چې له لارې به د ځوانانو د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د دوی د مهارتونو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره شي.
د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریس ښاغلي الحاج عبدالواجد عادل د ازموینې د بهیر له څارنې او تنظیم سره، هڅه کوي چې د کمپیوټر او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د ځوانانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره لازمې آسانتیاوي برابري کړي.
