د خوست ولایت په مرکز او اسمعیل خیل او مندوزیو ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې ۴ مخابراتي آنټنونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

naweed_admin
Wed, Sep 02 2026 2:45 PM
ریاست مخابرات ولایت خوست

د خوست ولایت د مخابراتي ستونزو د حل او د یاد ولایت محرومو سیمو ته د چوپړ د چمتو کولو په موخه د مرکز اړوند وچې خوړې، مرمندۍ، حبشخیلو او د اسمعیل خیلو او مندوزۍ ولسوالۍ حیدخیلو للمي کلي کې ۴ مخابراتي انټنونه فعال او ګټې اخیستې ته وسپارل شول.

ورته مهال د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ زیني خیلو سیمې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو له چارو څخه څارنه ترسره شوه.