خوست ولایت کې د پوستي خصوصي شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

naweed_admin
Tue, Aug 25 2026 8:46 AM
خدمات پوستی در ولایت خوست

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د هدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي و خدمتونو څخه څارنه اوکنټرول ترسره شو.

د دې څارنې په ترڅ کې یوشمیر شرکتونه چې غیر قانوني ډول له جواز پرته فعالیتونه ترسره کول سپارښتنه وشوه تر څو د غیر قانوني او جواز پرته خدمتونو ترسره کولو څخه ډډه وکړي.

دا څارنه د غیرقانونی فعالیتونو د مخنیوي، د پوستي او کارګو شرکتونو د کاري تفکيک په اړه د پوهاوي, او همدارنګه د دولتي عوایدو د ډیریدو په خاطر ترسره شوه.