پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

naweed_admin
Thu, Aug 13 2026 11:50 AM
ریاست مخابرات پکتیا

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ د ملافاتح په سیمه کې دسلام مخابراتي شبکې یو مخابراتي سایټ چې ۲جي او ۳جي انټرنیټي خدمات وړاندې کوي جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو.

د سلام مخابراتي شبکې د دې سایټ په فعالېدو سره د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ملافاتح او شاوخوا سیمو وګړي د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ترلاسه او په دې برخه کې یې ستونزې حل شوې دي.

دیادونې وړده چې د یادې سیمې اوسېدونکو د نوموړي سایټ له فعالېدو څخه رضایت څرګند کړی او دا یې د خپلو ورځنیو مخابراتي او انټرنیټي اړتیاوو د پوره کېدو، د اړیکو د ښه والي او د سیمې د پرمختګ لپاره یو مهم اقدام بللی دی.