د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سایبري عملیاتي مرکز (AF-SOC) د جوړولو پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان
Publish Date
Closing Date
په دې وسیله، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل له مخې، عامو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د خپلې اړتیا وړ د سایبري عملیاتي مرکز (AF-SOC) د جوړولو پروژه د فاستر انفراسټرکچر سرویس شرکت ته، چې د کابل ښار په وزیر محمد اکبرخان سیمه کې موقعیت لري، د ۲۹,۰۴۶,۷۵۸ (نهه ویشت میلیونه، شپږ څلوېښت زره او اوه سوه اته پنځوس) افغانیو په مبلغ ورکړې ده.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې، په لیکلي ډول د خپلو دلایلو سره یوځای، د تدارکاتو ریاست ته، چې د ۱۸ منزله ودانۍ په ۱۴م پوړ کې موقعیت لري، د تدارکاتو د اصولو له احکامو سره سم وړاندې کړي.
دا اطلاعیه د قرارداد د عقد په معنی نه ده، او تر هغه چې پورته یاده شوې موده بشپړه نه شي او نور قانوني مراحل طی نه شي، قرارداد به نه لاسلیک کېږي والسلام.
الحاج حافظ محمد امین جان عمري
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري معین
