د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ښاغلی وزیر صاحب رسماً د وزارت کارکوونکو ته معرفي شو
د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی د فرمان له مخې، د فاریاب ولایت مخکینی والي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت نوی ټاکل شوی وزیر، ښاغلی ملا عبدالاحد فضلي، د چارو ادارې د لوی رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور له لوري د فرمان په لوستلو سره د وزارت کارکوونکو ته رسماً معرفي او په خپله دنده یې پیل وکړ.
غونډه چې د کلام الله مجید په مبارکو آیتونو پیل شوه د ښه راغلاست او پیلیزې وینا لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د مخکیني وزیر صاحب له خدمتونو مننه او نوي ټاکل شوي وزیر صاحب ته یې په چارو کې د بریا غوښتنه وکړه او د مخابراتي سکټور د ودې او پرمختګ په برخه کې یې د وزارت د ټولو کارکوونکو له لوري د هر اړخیز ملاتړ ډاد ورکړ.

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مخکیني وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني، ښاغلي ملا عبدالاحد فضلي ته د مبارکۍ تر څنګ د مخابراتو او ټکنالوژۍ په سکټور کې د ودې، پرمختګ او غوره لاسته راوړنو هیله څرګنده کړه،

ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني په نظامونو کې تغیر او تبدیل یو اصل یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې زمونږ د ټولو اصلي هدف د اسلامي نظام بقا او خپلو ولسونو ته د آسانتیاو برابرول دي او هر هغه مسؤلیت چې مونږ ته راسپارل کېږي مونږ یې د امتیاز په شکل نه بلکې د خدمت او خادم په څېر د خپلو خلکو لپاره سر ته رسوو او هغه څه چې اسلامي نظام استوار ساتلای شي هغه اطاعت دی چې لله الحمد د افغانستان اسلامي امارت په ټولو برخو کې شتون لري.
ورته مهال د ارزګان ولایت والي ښاغلي الحاج مولوي عبدالرحمن مسلم قندوزي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د نوي ټاکل شوي وزیر صاحب په خدمتونو او لاسته راوړنو رڼا واچوله او نوموړی یې یو ښه مدیر او مبارز یاد کړ او په وینا یې چې د خپل مسؤلیت په دوران کې یې فاریاب ولایت لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي چې د خپلو تجربو او مدیریت له مخې به د مخابراتو وزارت په غوره شکل رهبري او د آسانتیاو د ایجاد لپاره به فرصتونه ایجاد کړي.
په پای کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي ملا عبدالاحد فضلي د مخابراتو وزارت له مخکیني وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني له فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه قدرداني وکړه او مننه یې ترې وکړه چې د ټکنالوژۍ او مخابراتو د سکټور په برخه کې یې خپلې هلې ځلې کړي او ګڼې لاسته راوړنې لري.

ښاغلي ملا عبدالاحد فضلي یادونه وکړه چې د وزارت د کارکوونکو په مرسته به د ټکنالوژۍ او مخابراتو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او کوشش به وکړي چې د وزارت د فني او مسلکي کادرونو په توسط د ټکنالوژۍ او مخابراتو په برخو کې لا ډېرې آسانتیاوې رامنځته کړي.
د یادونې وړ ده په دغې غونډه کې د کابل ولایت والي ښاغلي الحاج مولوي امین الله عبید د کابل ولایت امنیه قومندان ښاغلي الحاج ملا ولي جان حمزه، ښاغلي الحاج مولوي حزب الله افغان د سرحدي پولیسو عمومي رئیس، ښاغلي الحاج ملا محمدخان دعوت د ۲۰۳منصوري قل اردو قومندان، ښاغلي الحاج مولوي عبدالرحمن مسلم قندوزی د ارزګان ولایت والي، ښاغلي مولوي حبیب الله شاکر د بامیانو امنیه قومندان، ښاغلي الحاج مولوي ابوالوفأ عثماني د پروان ولایت مرستیال، ښاغلي الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د ټولګټو وزارت مخکیني مرستیال، د اترا ادارې رئیس ښاغلي الحاج سیدبرات شاه آغا ندیم د افغان پوسټ امارتي شرکت رئیس ښاغلي مولوي رحمت الله مکي د وزارت رئیس صاحبانو، کارکوونکو او د ګڼو ادارو مسؤلینو ګډون درلود.
