د پروان ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د یوه سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Thu, Apr 16 2026 12:30 PM
ولایت پروان افغانستان

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت کوه صافي ولسوالۍ په سه لک تپه، پیتو او مندیقول سیمو کې د سلام مخابراتي شبکې د یوه مخابراتي سایټ د رغنیزو چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه.

د دې څارنې په ترڅ کې اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنې وشوې چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي انټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.