د بغلان ولایت جلګې ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Tue, Dec 30 2025 2:20 PM
ولایت بغلان

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د بغلان ولایت جلګې ولسوالۍ کې د یوه سایټ رغنیزې چارې چې د ټي ډي اف پروژې په مرسته جوړیږي اوس مهال بشپړېدو ته نیږدې شؤي دي.

د بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او اترا ادارې استازو له لوري د یاد مخابراتي سایټ له نیږدې څارنه ترسره شوې او د چارو په بشپړولو کې یې قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې او د قرارداد معیار په پام کې نیولو ټینګار کړی.

د یاد مخابراتي سایټ په فعالېدو سره به د بغلان ولایت جلګې ولسوالۍ زیات شمیر اوسېدونکي له مخابراتي آسانتیاو برخمن شي.