د میدان وردګو ولایت دایمیرداد ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له چارو څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Sat, Oct 18 2025 4:25 PM
ولایت میدان وردک

د هېواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په موخه د میدان وردګو ولایت دایمیرداد ولسوالۍ چهاردیوال سیمه کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت سلام شبکې یو مخابراتي سایټ چې د اترا ادارې لسمې پروژه کې چهاردیوال سیمې ته ځانګړې شوی له رغنیزو چارو یې څارنه ترسره شوه.

د یاد مخابراتي سایټ په جوړېدو سره به د میدان وردکو ولایت دایمیرداد ولسوالۍ ډیری هغه برخې چې له مخابراتي آسانتیاو بې برخې له انټرنټي او مکالماتي آسانتیاو برخمنې شي.