د زابل ولایت مرکز کلات کې دوه سایټونه د ۴جی خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

naweed_admin
Thu, Oct 02 2025 1:08 PM
ولایت زابل

زابل ولایت مرکز کلات کې د انټرنټي او مکالماتي خدمتونو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه د افغان بیسیم مخابراتي شرکت ۲ سایټون چې ۴جی خدمات وړاندې کوي ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د یادو مخابراتي سایټونو په فعالیدو سره به مرکز کلات کې په ښه کیفیت انټرنټي او مکالماتي خدمتونو ته لاسرسی ډېر شي.

د یادونې وړ ده لنډو ورځو کې به د زابل ولایت یو شمېر هغو سیمو کې چې له مخابراتي خدمتونو بې برخې وو یو شمېر مخابراتي سایټونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.