کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ کې د درېیو نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Wed, Aug 06 2025 11:38 AM
ولایت کاپیسا افغانستان

د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د یاد ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د درېیو نويو مخابراتي سایټونو د جوړیدو له چارو څخه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د ټي ډي اف د بودېجې په مرسته جوړېږي څارنه ترسره شوه .

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

دیادولو وړده چې د دغو مخابراتی سایټونو په فعالیدو سره به د یاد ولایت د تګاب ولسوالۍ اوسیدونکو مخابراتي ستونزې حل شي.