د پنجشیر ولایت په شتل ولسوالۍ کې د یوه  نوي  مخابراتي سایټ د جوړولو عملي کار پیل شو

naweed_admin
Thu, Jul 31 2025 9:41 AM
ولایت پنجشیر افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې او د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د سلام مخابراتي شبکې د ګډو هڅو په پایله کې، د پنجشیر ولایت په شتل ولسوالۍ  کې د یاد شرکت د یوه نوي مخابراتي سایټ د جوړیدو عملي چارې پیل شوې.

د یاد مخابراتي سایټ په فعالیدو سره به د پنجشیر ولایت د ذکرشوې ولسوالۍ اوسیدونکي د لوړ کیفیت مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته لاسرسی ولري، مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د لاسرسي په برخو کې به یې ستونزي حل شي.