پکتیکا ولایت کې د دوه خصوصي انټرنیټي شرکتونو له خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

naweed_admin
Sat, Jul 26 2025 12:37 PM
ولایت پکتیکا

پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري په یاد ولایت مرکز ښرنې ښار کې د افغان ټلیکام  د دوه خصوصي رسلر انټرنیټي شرکتونو د فعالیت او خدمتونو له بهیر څخه څارنه او کنټرول ترسره شو.

د دې څارنې په ترڅ کې په ډاګه شوه چې یوه انټرنیټي شرکت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزرات د اټرا ادارې د اصولو او مقرراتو خلاف خدمتونه ترسره کول او د ترسره کړي غیر قانوني فعالیت په موخه ورته لازمې سپارښتنې وشوې.

دا څارنه د غیر قانوني فعالیتونو د مخنیوي، د انټرنیټي شرکتونو د کاري تفکيک په اړه د پوهاوي, په خاطر ترسره شوه.