نورستان ولایت کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Mon, Jul 14 2025 12:34 PM
ولایت نورستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس نورستان ولایت کې د افغان بسیم مخابراتي شرکت استازولیو لپاره د نویو لېږل شویو سیمکارټونو د پلورلو لړۍ څخه د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري ارزونه ترسره شوه .

د ارزونې په ترڅ کې څرګنده شوه چې تر دې مهاله په یاد ولایت کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پیرودونکو استازولیو لپاره استول شوي سیمکارټونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې د کړنلارې سره مطابقت لري.

دیادونی وړده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ څخه څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.