د لوګر ولایت محرومو سیمو کې د ۱۶ مخابراتي سایټونو د نصب سروې ترسره شوه

naweed_admin
Mon, Jul 07 2025 3:16 PM
ولایت لوگر افغانستان

د هېواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د رسولو په موخه د مخابراتي چوپړ د پراختیا په دوام د لوګر ولایت د مرکز په شمول یو شمېر هغو ولسوالیو کې چې لا هم له مخابراتي آسانتیاو بې برخې وو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبرۍ د سفر په ترڅ کې د ځانګړيو شویو ۱۶ مخابراتي انټنونو د جوړېدو په موخه سروې ترسره شوه .

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره ( اترا) هېواد کې د غوره مخابراتي چوپړ د برابرولو په موخه هڅه کوي هغه سیمې چې له کلونو راهیسې له مخابراتي چوپړه بې برخې وې د ټي ډي ایف او یا هم د مخابراتي شبکو له آدرسه له مخابراتي او انټرنټي خدمتونو سره ونښلوي.

د یادو ۱۶ مخابراتي انټنونو رغنیزې چارې به ډېر ژر پیل او فعالیدو سره به یې د لوګر ولایت اکثریت سیمه له مخابراتي او انټرنټي آسانیتاو برخمنه شي.

د یادونې وړ ده د لوګر ولایت په محمد آغې او څرخ ولسوالیو کې د ټي ډي ایف د لسمې پروژې د مخابراتي انټنونو رغنیزې چارې عملا پیل شوي دي.