د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نوی سرپرست وزیر رسماً معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

naweed_admin
Thu, Jul 03 2025 6:45 PM
وزیر جدید مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نوي سرپرست وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً خپله دنده پیل کړه.

په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي مفتي نجم الدین ملاخیل د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په کاري مسیر او لاسته راوړنو وغږېد، د ښاغلي مرستیال په وینا اوس مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دمخابراتو، انټرنیټ او ټکنالوجۍ په برخو کې مهم پرمختګ کړی او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مخکیني وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني څخه یې مننه وکړه چې د دې سکټور د ودې او رهبرۍ په برخه کې یې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې کړي دي.

ورپسې د چارو ادارې د امارت د پالیسۍ مرستیال ښاغلي مولوي عبدالباري عاطف د خپلو څرګندونو تر څنګ د امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی له لوري د نوي سرپرست وزیر ښاغلي مولوي حمدالله نعماني د ټاکنې حکم د غونډې ګډونوالو ته قرائت کړ او نوموړي ته یې په چارو کې د بریا غوښتنه وکړه.

په یادو مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزارت اوسني او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مخکیني سرپرست وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د خپلې وینا په ترڅ کې د وزارت څلور کلن مزل او پرمختګونو ته لنډه کتنه وکړه او یادونه یې وکړه چې اوس مهال هېواد کې د ټکنالوجۍ او مخابراتي سکټور په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي، د غیر قانوني سیمکارټونو مخنیوی شوی، د ډیجیټل حکومتولۍ د تطبیق په موخه د سیسټم جوړونې چارې منسجم شوي، له سټنډرډ او پرمختللو سیسټمونو څخه په ګڼو برخو کې ګټه اخیستل کېږي او همداراز د سیمې د اتصال په موخه به لنډ وخت کې به افغانستان ددې جوګه شي چې د جنوبي آسیا څخه منځنۍ آسیا ته د انټرنټ ټرانزیټ پیل شي.

ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له کارکوونکو غوښتنه وکړه چې د نوي ټاکل شوي سرپرست وزیر ښاغلي مولوي حمدالله نعماني سره د چارو په ښه ترسره کولو او همغږۍ په برخه کې د تېر په څېر همکار پاتې شي .

ورته مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نوي سرپرست وزیر ښاغلي مولوي حمدالله نعماني په نظامونو کې تغیر او تبدیل د یوه اصل په توګه یاد کړ او یادونه یې وکړه چې هدف یوازې یو دی او هغه، ولس او نظام ته کار کول دي، د ښاغلي مولوي حمدالله نعماني په خبره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اوس مهال ښه پرمختګ درلودلی او خپلې چارې به له هغه ځایه پیلوي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مخکیني وزیر په رهبرۍ مخې ته تللي دي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نوي سرپرست وزیر ښاغلي مولوي حمدالله نعماني څرګنده کړه چې اوس مهال نړۍ د ټکنالوجۍ نړۍ ده او هڅه به کوي د دې سکټور د ښه مدیریت په پایله کې ښې لاسته راوړنې ولري .

د غونډې په پای کې د کور او ښار جوړولو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي محمد ارسلاح خروټي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نوي سرپرست وزیر ته د مبارکۍ تر څنګ په چارو کې بریالیتوب او همدا راز د مخابراتي سکټور د ودې او پرمختګ په برخو کې د ښو لاسته راوړنو هیله څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده دغې غونډه کې د چارو ادارې د لوی ریاست د امارت د پالیسۍ مرستیال ښاغلي مولوي عبدالباري عاطف، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلي مولوي حمدالله نعماني، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې رییس ښاغلي الحاج سید برات شا اغا ندیم، د کور او ښار جوړولو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي محمد ارسلاح خروټي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج ملا محمد حنیف حمزه، تخنیکي مرستیال ښاغلي پوهنیار احمد مسعود لطیف رای، د اټرا ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي مفتي نجم الدین ملاخیل، تخنیکي مرستیال استاد عطامحمد یاري، د مخابراتو او د کور او ښار جوړولو وزارت ګڼو منسوبینو او چارواکو ګډون درلود.