د پکتیا ولايت په ځاځی آریوب ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

naweed_admin
Wed, Jul 02 2025 12:07 PM
جاجی آریوب

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د پکتیا ولايت ځاځی آریوب ولسوالۍ اړوند درې خولې سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت محترم مقام د ځانګړي هدایت پر اساس منظور شوی و د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د مسلکي او تخنیکی ټیم له لوري یې سروې ترسره شوه او د جوړولو عملي چارې به یې هم ژر پیل شي.

د یاد مخابراتي سایټ په جوړیدو سره به د ځاځی آریوب ولسوالۍ د اړونده سیمی اوسېدونکو ډېری مکالماتي او انټرنټي ستونزې حل شي.