خوست ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د فعالیتونو د څرنګوالي څخه څارنه وشوه

naweed_admin
Sun, Jun 22 2025 3:39 PM
مخابرات ولایت خوست

د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري په خوست ښار کې د مخابراتي شبکو دپیرودونکو له نمايندګيو څخه د سیمکارټونو د خرڅلاو، ثبت او راجسټریشن او د خلکو شکایتونو ته د رسیدنې په موخه څارنه ترسره شوه

د څارنې په ترڅ کې د مخابراتي شرکتونو د خدمتونو په وړاندې کولو کې شته نیمګړتیاوې په نښه شوې او د حل په موخه یې یادو شرکتونو ته لازمې لارښوونې وشوې.

د یادونې وړ ده چې خوست ولایت کې د مخابراتي شبکو مسوولینو ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې د کړنلارې مطابق مخابراتي چوپړ وړاندې کوي او له مخې یې خپلې چارې تر سره کوي.