ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۹۸ تنه فارغ شول

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست او تخنيکې او مسلکې زده کړو آمريت تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه ليک په اساس ۹۸ تنه محصلین د یوې میاشتې عملي زده کړو حاصلولوڅخه وروسته د يوې غونډې په ترڅ کې فارغ او بري لیکونه ور وویشل شول.
په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي ذبیح الله ذکي فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ په اوسني عصر کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په ارزښت او اړتیا خبرې وکړې.
او همداراز ځوانان یې و هڅول چې د موجوده فرصت څخه د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې خپلې پوهې د پراختیا لپاره پوره ګټه واخلي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده کړې علمي مرکزونه جوړ او د ټکنالوجۍ په پرمختللو وسایلو سمبال کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په علمي او عملي ډول تدریس کېږي.