نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت ۲ سایټونو په فعالیت پیل وکړ

naweed_admin
Sun, May 04 2025 4:01 PM
نیمروز

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونه د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار سیستان ښارګوټي او ده خواجه سیمو کې د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ولایتي ریاست،  اترا ادارې ولایتي آمریت د ګډو هڅو په ترڅ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت (۲) نویو سایټونو په فعالیت پیل وکړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول، چې د سیمې اوسېدونکو لپاره به انټرنټي او مکالماتي چوپړ وړاندې کوي .

د یادو مخابراتي سایټونو په فعالیدو سره به د نیمروز ولایت د سیستان او ده خواجه سیمو ډیری مخابراتي ستونزې  هوارې شي.