کاپیسا ولایت مرکز محمود راقي کې له نوري فایبر سره د سلام مخابراتي شبکې د یوه سایټ د نښلولو د کار له جریان څخه څارنه وشوه

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت په هدایت، د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست لخوا دیاد ولایت په مرکز کې د سلام مخابراتي شبکې یوسایټ چې د صیاد پوست خونې سیمه کې د ۳۰۰ مترو په اوږدوالي تطبیقیږي، د نوري فایبر د غځؤلو او مخابراتي سره یې د وصلولو د کار له جریان څخه څارنه تر سره شوه او چارې یې له نیږدې ؤه ارزول شؤې.
د دې څارنې په ترڅ کې د مسؤلینو لخوا د چارو د سم مدیریت په موخه لازمې لارښوونې وشوې، ترڅو چارې د قانون او کړنلارې سره سم ترسره شي.