پکتیا ولایت کې د مخابراتي شبکو د سیمکارټونو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Thu, May 01 2025 11:57 AM
مخابرات ولایت پکتیا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس د پکتیا ولایت استازولیو لپاره د مخابراتي شرکتونو له لوري د لېږل شویو سیمکارټونو د ارزونې په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ولایتي ریاست له لوري ارزونه ترسره شوه .

د ارزونې په ترڅ کې ډاډ ترلاسه شو چې تر دې مهاله د پکتیا ولایت په استازولیو کې د مخابراتي شبکو د سیمکارټونو د وېش بهیر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې د کړنلارې په اساس پر مخ ځي.