زابل ولایت مرکز قلات ښار کې د سلام مخابراتي شرکت د انټرنېټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
Tue, Apr 29 2025 11:03 AM
ولایت زابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس، د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د سلام مخابراتي شبکې په ګډو هڅو د یاد ولایت مرکز قلات ښار په یو شمیر سیمو کې (امنیه قومندانۍ، قلات پلازا، خان کلی او سینک) د سلام مخابراتي شبکې د څلورو انټرنېټي سایټونو ظرفیت له ۳جي څخه ۴جي ته لوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د سلام مخابراتي شبکې د ۴جي انټرنېټي خدمتونو په فعالیدو سره به د یادو ساحو مشترکین وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنېټي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د زابل ولایت اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.