د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د روشن مخابراتي شرکت رییس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د روشن مخابراتي شرکت رییس ښاغلي وایچک پلوسکي سره د سیمکارټونو په ثبت او راجسټر، لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو او همدا راز د (IMEI) سیسټم په فعالولو خبرې وکړې .
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني افغانستان کې د مخابراتي سکټور په پیاوړتیا او دې سکټور کې د قوانینو په پلي کولو ټینګار وکړ او ډاډ یې څرګند کړ چې د پالیسیو په رڼا کې به د ټولو مخابراتي شرکتونو ملاتړ او مرسته کېږي، ښاغلي وزیر صاحب همدا راز سپارښتنه وکړه چې ټولې چارې باید پر وخت سر ته ورسېږي او د ولسونو د آسانتیا لپاره باید سهولتونه ډېر ایجاد شي.
دغې ناسته کې د روشن مخابراتي شرکت رییس ښاغلي وایچک پلوسکي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د وزارت د مقام په هدایت خپلې ټولې چارې په قانوني ډول مخې ته وړي او همدا راز د دوی اړوند د ټولو سیمکارټونو له ډلې کابو ۹۹.۵ سلنه سیمکارټونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د طرزالعمل مطابق ثبت او راجسټر شوي چې یوازې ۲۴ زره سیمکارټونه پاتي چې لنډو ورځو کې به یې چارې سر ته ورسېږي چې له مخې به یې د یاد شرکت سل سلنه سیمکارټونه د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د طرزالعمل مطابق ثبت او راجسټر شي.
ورته مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني خوښي څرګنده کړه چې ټولو مخابراتي شرکتونو د طرازالعمل له شریکولو سره سم اړونده سیمکارټونو د ثبت او راجسټر لړۍ پیل کړه چې اوس مهال تر ډېره بریده یاد سیمکارټونه قانوني بڼې ته اووښتي او پاتې نور سیمکارټونه هم په پوره جدیت تر مدیریت لاندې دي چې لنډ وخت کې به یې د ثبت او راجسټر لړۍ پوره شي، همدا راز دغې ناسته کې ښاغلي وزیر صاحب د روشن مخابراتي شرکت مسؤلینو ته هدایت وکړ چې د مبایلونو د ثبت په موخه د (IMEI) لپاره خپلې تخنیکي چارې ژر تر ژره پیل کړي څو د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي .
د روشن مخابراتي شرکت ډاډ څرګند کړ چې د وزارت د هدایت په اساس یې خپلې ټولې چارې تنظیم کړي او د (IMEI) سیسټم لپاره یې هم خپل چمتووالی څرګند کړ چې لنډ وخت کې به خپلې تخنیکي چارې بشپړې او د مبایلونو د ثبت په موخه به یې اړونده سیسټم سره وصل کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت افغانستان کې د سیمکارټونو د ثبت او راجسټر وروسته د غیر معیاري او جعلي مبایلونو د مخنیوي په موخه د (IMEI) سیسټم چمتو کړی چې هېواد کې به د جعلي مبایلونو د مخنیوي تر څنګ د ورکېدو امکان هم کم کړي.