کندز ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کمپیوټر ښوونیز مرکز کې د ۳۴مې دورې لپاره د زدکوونکو د جذب په موخه آزموینه واخیستل شوه

naweed_admin
Thu, Mar 20 2025 10:51 AM
ولایت کندز

کندز ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کمپیوټر ښوونیز مرکز کې د څلوردیرشمې دورې لپاره د کمپیوټر اړوند زدکړو د حاصلولو په موخه له یوشمیر زیاتو دولتي مامورینو، د ښونځیو زدکوونکو او محصلینو څخه آزموینه واخیستل شوه چې له آزموینې وروسته به بریالي کسان یادې دورې ته جذب شي.

د یادونې وړده چې د ولایتونو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د کمپیوټر ښوونیزو مرکزونو کې ګډونوالو ته د شپږ میاشتو په موده کې د مایکرو سافټ آفیس او انټرنټ برخو کې د مجربو استادانو له لوري په نظري اوعملي بڼه زده کړه ورکول کېږي، چې له فراغت وروسته کولای شي په دې برخه کې خپلې ستونزې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې حل کړي.