د ننګرهار ولایت په هسکه مینه او غني خیلو ولسوالیو کې د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Tue, Mar 18 2025 10:20 AM
ننگرهار

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د سلام مخابراتي شبکې له مخابراتي سایټونو څخه چې د یاد ولایت په هسکه مینه او غني خیلو ولسوالیو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د ټي ډي اف بودېجې په مرسته جوړېږي له چارو څخه یې څارنه ترسره شوه .

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

دیادولو وړده چې د نوموړې مخابراتی سایټونو په فعالید و سره به د ننګرهار ولایت د یادو ولسوالیو اوسیدونکو مخابراتي ستونزې حل شي.