ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او انټرنیټي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
Thu, Mar 13 2025 12:02 PM
ولایت ننگرهار

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او انټرنټي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو تر منځ د انټرنټي خدمتونو د لاښه والي او د غیرمجاز فعالیتونو د مخنیوي په موخه د همغږۍ غونډه تر سره شوه.

په یاده غونډه کې د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس انټرنیټي شرکتونو ته د مقام د هدایت له مخې لارښونه وکړه چې ټول انټرنیټي شرکتونه باید خپلو پیرودونکو ته غوره او د قرارداد مطابق انټرنیټي چوپړ وړاندې کړي، د غیر اخلاقي سایټونو فلټریشن ترسره کړي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د کړنلارې مطابق  ټاورونو کې فریکونسۍ کې د ګډوډۍ د مخنیوي په موخه وسایل نصب او خپل ټاورونه راجسټر کړي.

د یادونې وړ ده چې ننګرهار ولایت کې موجوده انټرنټي شرکتونو مسئولینو ډاډ څرګند کړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې کړنلارې په اساس یې خپلې چارې تنظیم کړي او هڅه کوي ټول هغه قوانین چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري ورته ټاکل کېږي په بشپړ ډول پلي کړي.