فراه ولایت په خاکسفید ولسوالۍ کې نوي مخابراتي سایټ په فعالیت پیل وکړ

naweed_admin
Thu, Mar 06 2025 10:52 AM
ولایت فراه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونه د فراه ولایت خاکسفید ولسوالۍ په اسلام آباد سیمه کې د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې ولایتي آمریت د ګډو هڅو په ترڅ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت نوي سایټ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د واحدې منبع بودېجې په مرسته چې د سروې چارې یي پخوا بشپړې شوې وې، په فعالیت پیل وکړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد سایټ په فعالېدو سره د نوموړې سیمې اوسېدونکو خوښي څرګنده کړه او د مخابراتي پوښښ په برخه کې یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅې وستایلې.

دیادولو وړده چې فراه ولایت په بکوا، فرارود، بالابولک، شیب کوه، پرچمن او خاکسفید ولسوالیوکې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت شپږ نور سایټونه فعالیږي، چې عملی چاری یې تر کار لاندې دي، دغه سایټونه به ډېر ژر بشپړ شي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د دې سایټونو له فعالېدو وروسته به په بکوا، فرارود، بالابولک، شیب کوه، پرچمن او خاکسفید ولسوالیو کې زیات شمیراوسیدونکې د یادو مخابراتي سایټونو له مکالماتي او انټرنیټي خدمتونو څخه په پراخه کچه ګټه پورته کړي.