پکتیا ولایت څمکنیو او ډنډپټان ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې د څلورو مخابراتي سایټونو انټرنېټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
Mon, Mar 03 2025 12:39 PM
دند پتان پکتیا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر اساس، د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د سلام مخابراتي شبکې په ګډو هڅو د یاد ولایت څمکنیو ولسوالۍ په ګمبزي سیمه او د ډنډ پټان ولسوالۍ په څپري، ډنډي او مقبول حسن خیلو سیمو کې د څلورو مخابراتي سایټونو ظرفیت له ۲جي څخه ۳جي ته لوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د نوموړي مخابراتي شرکت د ۳جي انټرنیټي خدمتونو په فعالیدو سره اوسمهال د پکتیا ولایت د یادو ولسوالیو اوسېدونکي کولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنېټي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړده چې د پکتیا ولایت د څمکنیو او ډنډپټان ولسوالیو اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه نیک اقدام ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.