د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار کې د روشن مخابراتي شرکت د پیرودونکو خدمتونو دوه نوې څانګې پرانیستل شوې

naweed_admin
Tue, Feb 25 2025 12:10 PM
ولایت فاریاب

د روشن مخابراتي شرکت د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او پیرودونکو ته د لازیاتو آسانتیاو د برابرولو په موخه د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې د روشن مخابراتي شرکت د پیرودونکو خدمتونو دوه څانګې د یولړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوې.

د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار اوسیدونکي کولای شي د دې څانګې په پرانیستو سره سیمکارتونه ترلاسه او خپلې مخابراتي او انټرنټي ستونزې په آسانۍ سره حل کړي.

د یادولو وړده چې د فاریاب ولایت مرکز اوسېدونکو د دې څانګو په پرانیستو سره د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له هڅو څخه خوښي څرګنده کړه.