د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د سلام مخابراتي شبکې د پیرودونکو خدمتونو څانګه پرانیستل شوه

د سلام مخابراتي شبکې د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او پیرودونکو ته د لازیاتو آسانتیاو د برابرولو په موخه د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار امیر شهید بڼ ته څیرمه سیمه کې د پیرودونکو مخدمتونو نوې څانګه د یولړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانیستله .
د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار اوسیدونکي کولای شي د دې څانګې په پرانیستو سره سیمکارتونه ترلاسه او خپلې مخابراتي او انټرنټي ستونزې په اسانۍ سره حل کړي.
دیادولو وړده چې د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار اوسېدونکو د دې څانګې په پرانیستو سره د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له هڅو څخه خوښي څرګنده کړه.