د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له جوړېدو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Sat, Feb 22 2025 2:45 PM
ولایت ننگرهار

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د سلام مخابراتي شبکې له یوه مخابراتي سایټ څخه چې د یاد ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د ټي ډي اف پروژې په مرسرته جوړېږي له چارو څخه یې څارنه ترسره شوه .

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

دیادولو وړده چې د نوموړې مخابراتی سایټ په فعالید و سره به د ننګرهار ولایت د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو مخابراتي ستونزې حل شي.