پکتیا ولایت څمکنیو او احمد ابا ولسوالیو کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د دوو (۲) سایټونو انټرنېټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
Tue, Feb 18 2025 1:02 PM
ولایت پکتیا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر اساس، د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت احمد آبا ولسوالۍ په عرب خیلو سیمه کې او د څمکنیو ولسوالۍ په مندیخیلو سیمه کې د دوو مخابراتي سایټنو ظرفیت له ۳جي څخه ۴جي ته لوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د نوموړي مخابراتي شرکت د انټرنیټي ۴جي خدمتونو په فعالیدو سره اوسمهال د پکتیا ولایت د یادو ولسوالیو اوسېدونکي کولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنېټي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د پکتیا ولایت د احمد ابا او څمکنیو ولسوالیو اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه نیک اقدام ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.